د افغانستان په سوېل هلمند کې سیمه ییزې سرچینې وايي؛ په مرکز لښکرګاه ښار کې د سړک غاړې ماین په چادونه کې یو خبریال وژل شوی دی.
د افغانستان د یوې خصوصي ټلویزیوني شبکې "اریانا نیوز" خبریال نعمت الله زهیر نن سهار (جمعه، عقرب/لړم ۱۴مه) هغه مهال ووژل شو چې موټر یې د لښکرګاه ښار په دویمه حوزه کې سړک کې پر ځای پرځای شوي ماین وخوت.
نوموړی له نورو خبریالانو سره د لښکرګاه ښار "سره ګودر" سیمې ته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو خبري پوښښ لپاره تللی و.
تېره ورځ د افغانستان امنیتي ځواکونو د لښکرګاه ښار په دویمه حوزه کې پوځي عملیات ترسره کړي او په سیمه کې یې د پرمختګ خبره کوله.
د راپورونو له مخې، په دغه چاودنه کې موټر چلوونکی ټپی شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي؛ ماین د مخالفو وسله والو لخوا ځای پرځای شوی و.
عیني شاهدانو رویټرز اژانس ته ویلي؛ لومړی د پولیسو د موټرو پر کاروان چې خبریالان هم ورسره روان و، د طالبانو لخوا وشو، ورپسې پولیسو له هغوی وغوښتل چې له سړک نه غاړې ته شي. دغه شاهدانو ویلي؛ څو دقیقې وروسته د اریانا نیوز د خبریال موټر په ځمکه کې پر ښخ کړای شوي ماین وخوت.
اریانا نیوز پر خپلې فیسبوک پاڼې یوه ویډیو خپره کړې او وايي؛ هغه مهال دی چې د ښاغلي زهیر موټر پر ماین خېژی او دی پکې وژل کېږي.
اریانا نیوز په خپل وبسایټ کې په یوه رپوټ کې د نعمت الله زهیر مړینه تایید کړې او لیکلي یې دي چې نوموړي له تېرو ۵ کلونو راهیسې اریانا نیوز سره د خبریال په توګه کار کاوه.
تېره اونۍ کندوز کې د بي بي سي خبریال احمد یما شېرزاد په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شو.
د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ویلي؛ د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې په دغه هېواد کې ۱۲ خبریالان وژل شوي چې له دې ډله دوو خبریالانو له یوې امریکایي رسنۍ سره کار کاوه.
برچسب : نویسنده : 5rtv1 بازدید : 111